د لغمان ولایت د چرګانو د اتحادیې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابرې شوې ده. د مسوولینو په خبره د بېلابېلو سوداګرو لورې په ۲۵۰ فارمونو کې تر ۷۰ څخه تر ۸۰ میلیونه افغانيو په لګښت پانګونه شوې او یاد شمېر کسان پکې په کار بوخت دي. د یادې اتحادیې مسوولین وایي، چې له یادو فارمونو څخه په هرو ۴۰ ورځو کې ۵۰۰ زره چرګان توليدېږي. بلخوا د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بیا وایي، چې دوی د ټولو صنفونو کاروباریانو ته د مارکېټ پیدا کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري، چې د وزارت د طرزالعمل له مخې به یې تطبیق کړي.