د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ۴۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مخابراتي شبکو ۳۵ پایې نصب شوې دي. د مسوولینو په خبره دوی دغه راز د روان کال د ټي ډي اېف په لسمه پروژه کې د یوې مخابراتي شبکې ۲۵ سایټونه چې د ۲۴ ولسوالیو لپاره منظور شوي وو، سروې یې بشپړه او د ډېریو شبکو ساختماني چارې پای ته رسېدلې دي. مسوولین زیاتوي، چې روان کال د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست په دننه کې د درې میلیونو افغانیو په ارزښت یو مجهز کمپیوټر لب، د ودانۍ ترمیم او د اړتیا وړ توکي هم پېرل شوي دي.