د نورستان ولایت ځایي چارواکې وایي، چې په دغه ولایت کې سږ کال د سرپرست حکومت له لوري د ۶۸۰ میلیونه افغانیو او د موسسو له لوري د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې دي. د نورستان والي ذين العابدين عابد ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامې امارت له لوري د ۶۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت او د بېلابېلو موسسو له لوري د ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوي، چې په کې د لویو او فرعي سړکونو بیارغول، د برېښنا، روغتیا، کرنې او پوهنې ریاستونو اړوند پروژې شاملې دي.