د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې کړې دي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په علمي برخو کې افغانستان سره د ترکیې هېواد همکاري او هڅې ستایلي او په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې يې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې د. همدارنګه په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر جنګ اونال له لوړو زده کړو وزارت سره د خپل هېواد د ملاتړ یادونه کړې او د تحصیلي برنامو د پراختیا په برخه کې یې خپلې طرحې وړاندې کړې. نوموړي ویلي، ترکیه چمتو ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د ودې او پرمختک لپاره هڅې وکړي.