د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیموکې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړشوي دي. د مسوولینو په خبره یواځې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې یو لوی او ۱۵۰ وړو چکډېمونو د رغولو چارې پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین بیا وایي، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو څخه تراوسه پورې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سرپرست حکومت او ځينو موسسو په مالي ملاتړ د څه باندې۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوي چې په کې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.