د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې نندارتون کې کورني تولیدات په ۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي. دغه راز په دې نندارتون کې د شاوخوا ۶۰ شرکتونو استازو برخه درلوده، چې د پنځو ولایتونو لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او کابل څخه سوداګرو په کېکورني تولیدات لکه مېوې، سبزیجات، غالۍ، تخنیکي وسایل او لبنیات نندارې ته وړاندې کړې و. د لغمان ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې له دې نندارتون جوړولو څخه یې موخه کورنیو تولیداتو ته په کور دننه بازار موندنه ده. ورته مهال سوداګر هم د یاد نندارتون په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې په دې سره به یې کورني تولیدات بازار پیدا کړي او اقتصاد به یې ورسره وغوړېږي.