د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د څه باندې ۱۴۰ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې ده. دغې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې له تېرې جمعې ورځې څخه یې په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې یوسلو څلوېښت میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو بسپنې ټولولو کمپاین پیل کړی دی. یونېسف په دې راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې تر درې میلیونو زیات افغان کډوال اوسي، چې ۴۹سلنه یې ماشومان دي. دا پهداسې حال کې ده چې، پهدې وروستيو کې پاکستان کې د افغان کډوالو نيول او ځورول زيات شوي دي.