د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ورستیو ۹ میاشتو کې یې د کانونو د قراردادونو له درکه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه عواید یې د ګج کان، مالګې، د ډبرو سکرو د خصوصي شرکتونو له قراردادونو څخه راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین زیاتوي، چې د لس هکتاره ځمکې څخه ۳ سوه زره افغانۍ د چاپيریال ساتنې د تضمین او ۴۰ زره افغانۍ د فعالیت له جواز څخه اخیستل کېږي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دغه عواید د پراختیايي پروژو په پلې کولو ولګوي.