د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له نورو هېوادونو د څه باندې ۳۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۴۱ زره ټنه وریجې هېواد ته وارد شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په وینا ډيری دغه وریجې له پاکستانه هېواد ته راوارد شوي دي. د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، که د کورنیو کروندګرو ملاتړ وشي او د هېواد له کورنیو محصولاتو ګټه پورته کړای شي، نو دا کار به د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي. دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال وریجې له بغلان، کندوز، تخار، هرات، فراه، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ترلاسه کېږي.