د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره په کتنه کې ویلي چې نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره دوامداره اړیکې ولري او بشري، اقتصادي او امنیتي برخو کې د سوء تفاهم پر ځای په تفاهم کې پاتې شي چې نړۍ او افغانستان یو له بل سره اړيکې ولري او خلکو ته بشري خدمتونه پر خپل وخت وړاندې شي. په دې لیدنه کې مارکس پوتزل د وړمې شپې د پېښې په اړه د کورنیو چارو له چارسمبالي سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلیو سره یې پر وخت د مرستو په رسولو کې ترې د بې ساري همکارۍ مننه کړې ده.