په کندهار کې د علماوو، قومي مشرانو او نورو کسانو لویه غونډه د یوه پرېکړه په صادرولو سره پای ته ورسېده. د دې غونډې په نیمايي کې د ا.ا مشر شیخ هبت الله اخندزاده وینا وکړه، او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي او شرعي نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي. شېخ هبت الله اخندزاده وویل، اوس مهال په افغانستان کې له ډېرو قربانیو وروسته امن، اسلامي نظام او ازادي راغلې نو ساتنه یې پر ټولو افغانانو فرض ده. ده دغه راز له سیاسیونو او نورو کسانو وغوښتل چې د امارت پر ضد دې منفي تبلیغات نه کوي او امارت دې نه ضعیف کوي. هغه دغه راز پر سوداګرو هم غږ وکړ چې که په بهر کي دي یا په هېواد کې باید پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. د دې غونډې په پرېکړه لیک کې په کابل کې د امریکا وروستی برید غندل شوی، د دوحې د تړون او نړیوالو قوانینو خلاف او دغه راز د افغانستان پر حریم تېری بلل شوی وو. په دویمه ماده کې راغلي، هغه ګاونډی هېواد چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې ته یې په خپله فضا کې د الوتلو اجازه ورکړې وه هغوی هم په دې جنایت کې ورسره شریک دي.