د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) د افغان ماشومانو لپاره د راتلونکې کال په ترڅ کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده. د دغې ادارې اجرایوي مشرې کاترین رسل پرون په یوه بیان کې ویلي، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري. د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې لهدې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده. یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.