د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې د نږدې ۴میلیونه افغانیو په ارزښت اړین وسایل وېشل شوي دي. د مسوولینو په خبره د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین وسایل وېشلي، چې په کې کمپیوټرونه، پرینټرونه، میزونه، څوکۍ، فرشونه، خیمې، المارۍ، سپورټي وسایل، د لابراتوارتوکي، سپینې ورقې، کتابچې او قلمونه شامل دي دي. په یاد ولایت کې د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د سرپرست حکومت په حاکمیت سره په هېواد کې د پوهنې په برخه د ادارو ستونزې حل شوې او کارونه په نورمال ډول پر مخ روان دي.