د ازبکستان دولتي رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړي دي. دغه راپور په دې موده کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغیزستان د ازبکستان له تر ټولو مهمو صادراتي شریکانو بللي دي. د دغه راپور لمخې، ازبکستان افغانستان ته ۸۵۵.۹ ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۲۸.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي. بلخوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې افغانستان اوس له ازبکستان سره ښې ټرانسپورټي اړیکې لري او هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان باروړونکي موټر د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي. ځینې سوداګر وایي چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره اړتیا ده چې د دواړو لورو چارواکي د سوداګریزو وېزو او ټرانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.