د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی. د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د نړیوال امنیت کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم دی. ددغه سازمان مشر د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د ثبات او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د چین ددفاع وزیر ویلي، دوی له نړیوالې ټولنې سره افغانستان ته د ثبات په راتګ او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري کوي. همدا راز د روسیې ددفاع وزیر هم ویلی چې د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی او د پاکستان، روسیې، ایران او ځينو نورو هېوادونو همکاري کولی شي چې په سیمه کې وضعیت کنټرول کړي.
روسیه وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د مرکزي او جنوبي آسیا په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي چې د له منځه وړلو لپاره یې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده.