د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۲۰ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړل شوی دی. د مالوماتو له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان په اساس هغو کسانو ته چې په اوکراین د روسیې په جګړه کې برخه اخلي؛کورنیو ته یې د روسیې پاسپورټ ورکول کېږي، خو تراوسه روښانه ده چې په هغو کسانو کې چې پرون اعلان شوي یوازې پوځي پرسونل پاسپورټونه ترلاسه کړي که د هغوی کورنیو ته هم ورکړل شوي دي. د پوتین د نوي قانون له مخې، له هغو کسانو څخه چې په اوکراین کې د جګړې خدمت ته نه حاضرېږي، د روسیې تابعیت اخیستل کېږي.