د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې چارواکي وايي په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو او نورو پېښو له امله هېوادوالو ته ګڼ زیانونه اوښتي. د دغې ادارې ویاند ملا جانان سایق وايي؛ د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ملې ادارې د زیانمنو کورنیو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکې رسولي دي.