کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي، او وايي، چې دې کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. دوی له مسوولینو غواړي، چې د خلکو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، په کابل او ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزې مخنیوي لپاره پر یوه پنځه کلن پلان کار کوي، چې له مخې به یې دا ستونزه حل شي. سره له دې چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په کور دننه د برېښنا یو شمېر بندونه جوړ او له منځنۍ اسیا څخه هم د برېښنا واردولو لپاره کار روان دی، خو بیا هم د برېښنا کمښت د هېوادوالو لپاره یوه بنسټیزه ستونزه بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له الماني او ایراني پانګوالو سره په افغانستان کې د برېښنا د تولید په اړه خبرې کړې وې.