بلوڅ بېلتونپالو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې سرتېرو یې په بولان سیمه کې د پاکستاني پر سرحدي عسکرو برید کړی دی او پنځه کسه یې وژلي دي. سرچینه کاږي چې دغه کسانو د ګازو د استخراج د یوې پروژې امنیت ساتلو. دوی وایي چې پاکستاني حکومت ته د بلوڅانو د ذخایرو د لوټ اجازه نه ورکوي او پاکستاني عسکرو ته یې خبرداری ورکړی دی چې که په دغه ډول ماموریتونو کې برخه واخلي نو وژل کېږي. پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.