امریکا غږ انګلیسي افغانستان کې د نوي حکومت د یو کلن ماموریت په اړه راپور جوړ کړی دی او وایي چې امنیت ښه دی خو اقتصادي وضعیت د خلکو ملا ماته کړې ده. په راپور کې راځي چې د خوراکي توکو بیې په تېر یوه کال کې پنځوس سلنه لوړې شوې دي، بېکاري اوج ته رسېدلې ده، پر افغانستان اقتصادي فشارونه دوام لري او ددغه هېواد اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو رسنیو هم په افغانستان کې اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی او ټينګار یې کړی چې پر دغه هېواد باید د نړیوالو اقتصادي فشارونه ختم کړل شي.