په ایران کې ځينې افغان کډوال یوځل بیا د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند نیوکه کوي او زیاتوي چې، په دغه هېواد کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، ښيي چې، د ایران پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي. دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان سرپرست حکومت له کوربه هېوادونو غوښتي چې، له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او خپل هېواد ته یې د بېرته ستنولو لپاره ښه فرصتونه برابر کړي. وړمه ورځ افغانستنان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغه وزارت د کارکړنو د کلني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې، د ایران له حکومته غوښتي، له افغان کډوالو سره چې، د دغه هېواد په ابادۍ کې یې کار کړی په حوصلې او ورین تندي همکاري وکړي.