د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ۱۸۲ فارمونه شته دي، چې تر دې مهال یې د یاد ولایت ۲۵ سلنه د کبانو اړتيا پوره کړې ده. په دې ولایت کې یو شمېر د کبانو فارم لرونکي وایي، چې د کندهار کبان تر نورو ولایتونو او همسایه هېوادونو د کیفیت او خوند له لحاظه ښه دي او خلک یې ډېر خوښوي. په کندهار کې د کبانو د فارمونو اتحادیې مشر محمد ابراهیم وایي، چي د کبانو سیزن شروع شوی او تر دې مهاله ښه روان دی. د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې تر دا مهاله په دغه ولایت کې شاوخوا یو سلو دوه اتیا د کبانو فارمونه فعال شوي، چې د کندهار ښار پنځه ویشت سلنه اړتیا یې پوره کړې ده.