د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف په استانه کې د منځنۍ اسیا-المان په سرمشریزه کې د وینا پر مهال له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان په یوه سوله ییز هېواد او ارزښتناکه اقتصادي شریک بدل کړي. هغه زیاته کړې، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه او المان باید په نړۍواله او سیمه ییزه کچه دغو موضوعاتو ته پام وکړي او ډيپلوماټيکې اړیکې زیاتې کړي.