د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اتمې ناحیې اړوند د ۲۴م ګذر په قلعه برقي سیمه کې د ۲ فرعي سړکونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. دغه سړکونه چې ۹۸۲ متره اوږدوالی او تر۵ مترو پورې سور لري، د جوړېدو چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې، چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې چارې بشپړې شي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه پروژه د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کیږي.