د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استازو جرګې د مشرې د سفر په غبرګون کې تایوان ته ویلي چې هغه دې افغانستان، سوریې او لیبیا ته هم ولاړه شي او د امریکا د سیاستونو په خاطر د دغو هېوادونو له اتباعو دې بښنه وغواړي. ټاس خبري اژانس د چين د بهرنيو چارو د وزارت د وياند وانګ ونبين له قوله خبر ورکړی چې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د ریيسې نانسي پلوسي د ليدنې په غبرګون کې هغې ته وړانديز کړی چې افغانستان، سوریې او لیبیا ته سفر وکړي او د دغو هېوادونو له اتباعو څخه د امریکا د پالیسیو له امله بښنه وغواړي. ونبین تایوان ته د پلوسي پر سفر نیوکه کړې او دا یې د یو چین د اصولو پر وړاندې یو لوی سیاسي پاروونکی حرکت بللی دی. نوموړي ویلي، که پلوسي ډیموکراسۍ او بشري حقونو ته دومره پاملرنه وکړي، هغه باید افغانستان، عراق، سوریې او لیبیا ته سفر وکړي. تايوان ته د نانسي پلوسي سفر د چين له خوا سختې نيوکې راپارولي او د دغه سفر په غبرګون کې دغه هېواد هم د تايوان ټاپو په شاوخوا کې پوځي تمرينونه وکړل.