د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک مکینزي وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل تېروتنه وه. مکینزي له پولیټیکو مجلې سره په مرکه کې ویلي امریکا باید د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د خپلو ځواکونو یوه کوچنۍ برخه افغانستان کې ساتلې وای. فرانک مکینزي ویلي، د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پلوی و. نوموړي ویلي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس د افغانستان د وضعیت څارنه ورته ستونزمنه شوې او کابل کې د القاعده د مشر حضور په دې معنی دی، چې طالبانو دې ډلې ته امن ځای ورکړی، څو ځان پیاوړی کړي. بل خوا، ا.ا بیا وايي کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدو ادعا په اړه څېړنې روانې دي، خو د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې چاته اجازه نه ورکوي، ترڅو افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.