نن د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره ونمانځل شوه. د ځوانانو چارو معین وایي، ځوانانو ته به د کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځ ته کړي.