افغانستان د چین یو دولتي شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه تفاهم لیک د خصوصي، ملي او نړۍوالې پانګهونې د جذب او هڅونې کنفرانس په پای کې لاسلیک شو. نوموړي ویلي، د چین یو دولتي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او برېښنا شرکت سره هوکړه وکړه، چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوي. خو مجاهد په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. په دغه کنفرانس کې د ا.ا جګپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، مسوولینو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ګډون کړی وو. د کنفرانس په پای کې یو شمېر بهرنیو شرکتونو د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او اقتصاد وزارتونو د افغانستان له برېښنا شرکت سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.