رویټرز خبري اژانس د نړیوالو الوتنو د یوه تحلیل پر اساس ویلي، چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ په زیاتېدو سره یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو له منځني ختیځ څخه د خپلو الوتنو لوری بدل کړی او د افغانستان له فضا یې الوتنې پیل کړي. د راپور له مخې دغه شرکتونه اوسمهال د افغانستان فضا د یوې خوندي هوایي لارې په توګه د خپلو الوتنو لپاره کاروي. هغه هوایي شرکتونه، چې د افغانستان له فضا د خپلو الوتنو لپاره کار اخلي پکې د نړۍ درې ستر هوایي شرکتونه سینګاپور هوایي شرکت، بریټانیا هوایي شرکت او لوفتانسا شامل دي. نړیوالو الوتنو خپل مسیر د اپرېل میاشتې له نیمایي څخه چې ایران او اسراییل پر یوبل د ډرون او میزاییلو بریدونه وکړل، بدل کړی دی.