د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د ملي پراختيا شرکت د ودانيزو پروژو او فعاليتونو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې په ودانیزو چارو کې دې له کورنيو تولیداتو او توکو څخه استفاده وشي. په دې لېدنه کې د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ویلي، دا مهال د ملي پراختیا شرکت لپاره د مرکزي اداري ودانۍ جوړولو، د قوشتېپې کانال رغولو ترڅنګ د صنعتي توکو د تولید، د کرنې د ودې او نورې لویې او ملي پروژې د ملي پراختیا شرکت تر کار لاندې دي. ورته مهال سیاسي مرستیال ویلي؛ کیفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي او په ودانیزو چارو کې دې له کورنيو تولیداتو او توکو څخه استفاده وشي. نوموړي دغه راز د یاد شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت په ټول توان د ملي پراختیا شرکت د هڅو او چارو ملاتړ کوي.