د نړۍ لسګونه اقتصادپوهانو له امریکا د افغان شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده. په دغه اقتصاد پوهانو کې د ځينو هېوادونو د اقتصاد پخواني او اوسني وزیران هم شامل دي او ددې غوښتونکي دي چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
دوی وایي دمګړی افغانستان له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی او د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې ددغه هېواد ترینګلي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي. د اقتصاد پوهانو په دغه لیک کې چې د امریکا د خزانې وزارت ته لېږل شوی دی، ویل شوي چې که د افغانستان د مرکزي بانک شتمني نه آزاديږي نو دغه هېواد له ناورین سره مخ کېږي، اقتصادي فعالیتونه نه شي ترسره کولی او له بلې خوا امریکا ددې حق نه لري چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړي. ددې لیک په استوونکو کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې دوه ګټونکي هم شامل دي.