د کابل ښار اوسېدونکي په ښار او کوڅو کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي او له ښاروالۍ غواړي، چې په ښار او کوڅو کې د لوډ سپیکرونو د لوړو غږونو مخه ونيسي. کابل ښاروالي وایي، د ښاري نظم لپاره ګڼ پلانونه په پام کې لري، چې د غږیزې ککړتیا له منځه وړل یې یوه برخه ده.