د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۷ ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل کړی دی. یادې ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړني تدابير ونيسي. د هوا پېژندنې اداره وایي، چې نن پنجشنبه په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله ګڼ شمېر خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.