تورخم لار د څلورمې ورځې لپاره هم د سلګونو هغو باروړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې، چې چلوونکي یې د سفر موقت اسناد نه لري. د هغو باروړونکو موټرو پر مخ چې موټر چلوونکي یې د سفر موقتي سند نه لري، د تورخم د دروازې بندېدو جدي ستونزې پیدا کړي دي. پاکستاني چارواکي وايي، د هغو موټرو چلوونکي چې له دې لارې تګ راتګ کوي باید د موقتي ننوتلو سند ولري او دوی ته د دې سند د ترلاسه کولو لپاره د جولای تر ۳۱مه مهلت ورکړل شوی و. په تورخم کې افغان لوري ته د تازه مېوې او سبزیجاتو د بار موټرو په درېدو سره د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات خراب شوي دي.