قطر – د حماس مشر / جنازه
ای ډي: 8388584
نېټه: د اګست 2، 2024
ځای: قطر
موده: یوه دقیقه او شپږ پنځوس ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-02 12:53
وروستی سمون: 2024-08-02 14:39
ویډيويي صحنې
قطر دوحه، – اګست 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د حماس د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د فاتحې د مراسمو ځای ته ګڼ شمېر خلک تګ
۲ـ په مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه
۳ـ غږ (انګلیسي) ځایی اوسیدونکی عمر
۴ـ د مراسمو ځای کې ګڼ خلک د فلسطین بیرغونو سره
۵ـ په مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه
بشپړ خبر
د جمعې په ورځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه چې د چهارشنبې په ورځ په ایران کې ووژل شو د ماتم او جنازې مراسم ترسره شول. د نوموړي جنازه د جمعې له لمانځه وروسته د قطر پلازمېنې دوحې په شمال کې د لوسیل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. سره له دې چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو څخه زیاته وه، خو بیا هم د جنازې په مراسمو کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیاء په شمول زرګونو اوسېدونکو په یاده جنازه کې ګډون کړی وو. د جنازی زیات شمیر ګډنوالو د هنیه وژنه وغندله او د فلسطین د ملي ازادۍ غورځنګ ملاتړ یې څرګند کړ. د دوحې یوتن اوسېدونکی عمر وویل، چې دا په ښکاره ډول د بشریت پر ضد جنایت دی چې د هغه چا وژل چې تاسو ورسره د اوربند لپاره خبرې اترې کوئ. اسرائیل نړیوالو قوانینو ته درناوی نه لري او د نړۍ ټول عامه افکار یې له لاسه ورکړي دي. په ورته وخت کې یوشمېر قطریانو هم امریکا د اسرائیلو په ملګرتیا تورنه کړې او ویلي یې دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فلسطین او اسرائیلو په مسله کې تل د اسرائیلو ملاتړ کړی او د سیمې د ناکراریو اصلي عامل دی. د دوحې یو بل تن اوسیدونکی عبدل وویل، چې اسرائیل د متحده ایالاتو څخه ډیر ملاتړ ترلاسه کوي، متحده ایالات په لومړي سر کې د هغه څه لپاره چې په فلسطین کې پیښ شوي، د ډیری ماشومانو، ښځو او نارینه وو د وژلو مسوول دی. د هنيه جنازه د پنجشنبې په ورځ له تهران څخه دوحې ته ولېږدول شوه. یاده دې وې چې هغه او د حماس نور مشران له اوږدې مودې راهیسې د قطر په پلازمېنه کې مېشت وو.