یکشنبه, اگست 16, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د حماس د مشر هنیه جنازه په دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه

STR NEWS by STR NEWS
اگست 3, 2024
3 0
0
د حماس د مشر هنیه جنازه په دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه
5
SHARES
20
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8388584.webm

قطر – د حماس مشر / جنازه

ای ډي: 8388584

نېټه: د اګست 2، 2024

ځای: قطر

موده: یوه دقیقه او شپږ پنځوس ثانیې

سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-02 12:53

وروستی سمون: 2024-08-02 14:39

ویډيويي صحنې

قطر دوحه، – اګست 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د حماس د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د فاتحې د مراسمو ځای ته ګڼ شمېر خلک تګ

۲ـ په مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه

۳ـ غږ (انګلیسي) ځایی اوسیدونکی عمر

۴ـ د مراسمو ځای کې ګڼ خلک د فلسطین بیرغونو سره

۵ـ په مراسمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه

بشپړ خبر

د جمعې په ورځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه چې د چهارشنبې په ورځ په ایران کې ووژل شو د ماتم او جنازې مراسم ترسره شول. د نوموړي جنازه د جمعې له لمانځه وروسته د قطر پلازمېنې دوحې په شمال کې د لوسیل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. سره له دې چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو څخه زیاته وه، خو بیا هم د جنازې په مراسمو کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیاء په شمول زرګونو اوسېدونکو په یاده جنازه کې ګډون کړی وو. د جنازی زیات شمیر ګډنوالو د هنیه وژنه وغندله او د فلسطین د ملي ازادۍ غورځنګ ملاتړ یې څرګند کړ. د دوحې یوتن اوسېدونکی عمر وویل، چې دا په ښکاره ډول د بشریت پر ضد جنایت دی چې د هغه چا وژل چې تاسو ورسره د اوربند لپاره خبرې اترې کوئ. اسرائیل نړیوالو قوانینو ته درناوی نه لري او د نړۍ ټول عامه افکار یې له لاسه ورکړي دي. په ورته وخت کې یوشمېر قطریانو هم امریکا د اسرائیلو په ملګرتیا تورنه کړې او ویلي یې دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فلسطین او اسرائیلو په مسله کې  تل د اسرائیلو ملاتړ کړی او د سیمې د ناکراریو اصلي عامل دی. د دوحې یو بل تن اوسیدونکی عبدل وویل، چې اسرائیل د متحده ایالاتو څخه ډیر ملاتړ ترلاسه کوي، متحده ایالات په لومړي سر کې د هغه څه لپاره چې په فلسطین کې پیښ شوي، د ډیری ماشومانو، ښځو او نارینه وو د وژلو مسوول دی. د هنيه جنازه د پنجشنبې په ورځ له تهران څخه دوحې ته ولېږدول شوه. یاده دې وې چې هغه او د حماس نور مشران له اوږدې مودې راهیسې د قطر په پلازمېنه کې مېشت وو.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه
وروستی خبرونه

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه

اگست 16, 2026
واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې
وروستی خبرونه

واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې

اگست 16, 2026
په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل
وروستی خبرونه

په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل

اگست 16, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved