د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له ۲۰ کلونو وروسته د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستې ته وسپارل شوه. د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد وايي، د دغه ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګول شوي او دمګړۍ پکې شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي. د پښتون کوټ ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي وايي تر دې وړاندې د ښوونځي ودانۍ نشته والي له امله له جدي ستونزو سره مخ وو او ماشومان یې اړ وو چې د ګرمۍ او یخنۍ پرمهال د ښوونځي پورې شاوخوا درې کیلومتره پلی مزل وکړي. د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د ۱۲ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شوی دی او څلور نور ښوونځي هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.