د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې څه باندې ۶۶۰ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسوولین وایي، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، په تېرو درې کلونو کې توانېدلي، چې د خپل تخنیکي او مسلکي ډلو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۶۸ لرغونې ساحې تشخیص او ثبت کړي. د مسوولینو په خبره په کابل او ولایتونو کې څه باندې ۵۶۰۰ تاریخي او لرغوني اثار د دغه وزارت د لرغون پېژندنې له ریاست سره ثبت دي. که څه هم ځينې لرغونپوهان او فرهنګپال په هېواد کې د کشف شویو تاریخي او لرغونو ځایونو پر ارزښت ټینګار کوي؛ بلخوا د سرپرست حکومت له مسوولو چارواکو څخه هم د دغو اثارو د ساتنې او ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.