د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۴۵۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شوي دي. د مسوولینو په خبره د یاد ولایت مرکز اسعد آباد په ګډون، په وټه پور او غازي اباد ولسوالیو کې د خوړو نړیوالې ادارې د ځان بساینې پروګرام له لارې ۴۵۰ تنو ته د مبایل جوړولو، ترکاڼي، قالین جوړونې او سلمادوزۍ په برخه کې د شپږو میاشتو حرفوي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته فارغ شول. دا په داسې حال کې ده، چې د یاد ولایت په نورو سیمو کې دې ته ورته نورو پروګرامونو لړۍ روانه ده، چې زرګونه تنو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي.