د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د پنځه میلیارده او ۲۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له هېوادونو سره راکړه ورکړه کړې ده. د یاد وزارت ویاند وايي، په دغه سوداګري کې یې د نږدې ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات دي، چې یوازې ۵۸ میلیونه یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته شوي دي. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان ډېره برخه صادرات د جنوبي اسیا هېوادونو ته شوي او هڅه کوي چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم د خپل صادرات ډېر کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لهمخې، په ۱۴۰۲ کال کې د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، متحده عربي امارت، ازبکستان ترکیې او ایران هېوادونو ته شوي وو.