کوربه مشاهد وويل: “دا ښکاره ده چې چين د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ يوې نوې مرحلې ته داخل شوی دی، اصلاحات د دې نوې دورې مهمه برخه ده او ولسمشر شي جين پينګ د اصلاحاتو مشر دی او په ٢١مه پېړۍ کې د چين د پرمختګ، عصري کولو او اصلاحاتو مشري کوي.” د CGTN په خپرونه کې د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې پخوانی رییس حسین سید پنځمه برخه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کميټې په وروستۍ پای ته رسيدلې درېيمه عمومي غونډه باندې خبرې کړې دي، مېلمنو د دغې غونډې مهم ټکي څېړلي چې د چين اصلاحات څنګه نړۍ ته ګټه رسوي او د چين د اصلاحاتو بهير په اړه ناسم پوهاوی څنګه له منځه تللی شی.
په چين کې د پاکستان پخواني سفير مسعود خالد د نننۍ عمومي غونډې په مهمو ټکو په تېره بيا د چين د اصلاحاتو او د خلکو د متمرکزې تګلارې په اړه خبرې وکړې. هغه وويل، که موږ د چين پرمختګ ته وګورو، نو دا به ثابته شي چې چین په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د بدلون او د نړۍ د اقتصاد د بدلون لپاره زیات کار کړی دی، دغه سرمشريزه غونډه مهمه وه، زه چې ورته متوجه شوم تر ټولو په زړه پورې راته په (اصلاح) ټینګار و او دغه راز دا د “اصلاح” کلمه په دې سند کې زیاته کارول شوې ده، دا د چین د راتلونکي تګلارې په اړه د چین د مشرتابه ټینګ هوډ څرګندوي، او چین غواړي دغه مسله تعقیب کړي او ورته اوږد مهال مهال وېش ولري، چې هدف یې تر 2035 پورې د لوړ معیار لرونکي سوسیالیستي بازار اقتصاد دی.”
په برېټانيا کې د ۴۸ ګروپي کلب مشر جک پيري له چين سره ژورې اړيکې لري، د هغه نیکه چې (جیک پیري) نومېده، د چین او برېټانیا د اړیکو د “آیس بریکر” په نوم پېژندل کیږي، نوموړی په 1953 کې د لندن د صادراتو کارپوریشن رییس او د برېټانوي سوداګرو یوې ډلې مشري وکړه ترڅو د چین د نوي تاسیس شوي ولسي جمهوریت د لویدیځې نړۍ بندیزونه مات کړي، د زياتو خنډونو په لرې کولو سره يې له چين سره د سوداګرۍ تبادله پيل کړه، هغه راتلونکی کال لپاره د 48 برتانوي شرکتونو چې له چین سره د سوداګرۍ په هڅه کې دي د “چین سره د برتانوي سوداګرو 48 ګروپ” تاسیس کړ چې یاد ګروپ بیا په 1991 کې د “48 ګروپ کلب” په نوم ونومول شو. پیري په دې برخه کې ژور لاړ، پیري څه وخت وروسته د چین په اړه زیات پوه شو نوموړی وایي؛” چین چې کله يو پلان جوړوي، هغه په کلک هوډ سره يې پرمخ وړي او پايلې يې تر لاسه کوي، د هغه په اند، چین د ۳۰ کلونو لپاره پراح لید او پلان لري”.
د يو سوداګريز استازي په توګه، هغه د چين له تصديو سره د همکارۍ ستر امکانات ګوري. په تیرو وختونو کې د لویدیځ غرور د دې لامل شو چې ډیری فرصتونه له لاسه ورکړي. په هر صورت چین اوس په ډیرو برخو کې لکه د زیربنا او بایو فارماسیوټیکل په برخه کې مخکښ دی او دغه راز یې د د نړۍ لوېدیځو هېوادونو په پرمختګ کې مرسته کړې ده، له همدې امله هغه له لوېديځو شرکتونو څخه وغوښتل چې د چين اصلاحاتو او نوښتونو ته زياته پاملرنه وکړي، ځګه چې دغه چاره دوه اړخيزه ګټه ولري.
په حقيقت کې د نړۍ د جنوبي هېوادونو لپاره د چين د اصلاحاتو پايله يوازې په چين پورې محدوده نه ده، بلکې د ټولو لپاره ده، د افريقا د چين د بياکتنې بنسټ ايښودونکي جيرالډ مباندا وايي؛ د چين په خپلو مټو پرمختګ کړی دی نه د اشغال او لوټلو له لارې. نوموړی د کوېډ 19 وبا پر وړاندې د چین مبارزه مثال ورکوي، دده په خبره چین لومړی هېواد و چې د کوېډ ۱۹ وبا لپاره یې واکسین جوړ کړل. هغه زیاتوي: “زه ګورم چې چين د ټولو انساني ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د لوړې کچې او ښه کیفت سره د پرمختګ په لټه کې دی”.
څومره چې په نړۍ کې د چین نفوذ زیاتیږي دومره د نړيوالې ټولنې له خوا د چين ناسم انځور وړاندې کیږي، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نړيوال چاپيريال هم له سترو بدلونونو سره مخ شوی او د چين پر اقتصاد یې مثبت اغېز کړی او کچه یې لوړه شوې ده، يو شمېر هېوادونو د چين د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه ناسم پوهاوی او تعصب کوي او حتی په قصدي توګه يې بدناموي.
د امریکا د چین د ستراتیژۍ په اړه، د چین او نړیوال کولو د مرکز (CCG) مرستیال ویکتور ګاو په دې باور دی چې متحده ایالات په “ټونیا هارډینګ سنډروم” اخته دی، داسې برېښي چې متحده ایالات د چین په اړه په خپله ستراتیژۍ کې “هرډول اړین وسیله” تګلاره کاروي، خو دا د متحده ایالاتو لپاره ناممکن دی چې چین په نړیواله سیالۍ کې له منځه یوسي، چین لوی قدرت دی او تل به د پرمختګ په حال کې وي، چین سولې او ثبات ته ژمن دی، چین د نړۍ له ټولو هېوادو سره په ګډه کار کوي.








