پنجشنبه, مې 14, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د نړۍ جنوبي هېوادونه د چین اصلاحاتو د ګټو او د هغو د راتلونکې ستاینه کوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 24, 2024
6 0
0
د نړۍ جنوبي هېوادونه د چین اصلاحاتو د ګټو او د هغو د راتلونکې ستاینه کوي
9
SHARES
33
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کوربه مشاهد وويل: “دا ښکاره ده چې چين د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ يوې نوې مرحلې ته داخل شوی دی، اصلاحات د دې نوې دورې مهمه برخه ده او ولسمشر شي جين پينګ د اصلاحاتو مشر دی او په ٢١مه پېړۍ کې د چين د پرمختګ، عصري کولو او اصلاحاتو مشري کوي.” د CGTN په خپرونه کې د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې پخوانی رییس حسین سید پنځمه برخه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کميټې په وروستۍ پای ته رسيدلې درېيمه عمومي غونډه باندې خبرې کړې دي، مېلمنو د دغې غونډې مهم ټکي څېړلي چې د چين اصلاحات څنګه نړۍ ته ګټه رسوي او د چين د اصلاحاتو بهير په اړه ناسم پوهاوی څنګه له منځه تللی شی.

په چين کې د پاکستان پخواني سفير مسعود خالد د نننۍ عمومي غونډې په مهمو ټکو په تېره بيا د چين د اصلاحاتو او د خلکو د متمرکزې تګلارې په اړه خبرې وکړې. هغه وويل، که موږ د چين پرمختګ ته وګورو، نو دا به ثابته شي چې چین په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د بدلون او د نړۍ د اقتصاد د بدلون لپاره زیات کار کړی دی، دغه سرمشريزه غونډه مهمه وه، زه چې ورته متوجه شوم تر ټولو په زړه پورې راته په (اصلاح) ټینګار و او دغه راز دا د “اصلاح” کلمه په دې سند کې زیاته کارول شوې ده، دا د چین د راتلونکي تګلارې په اړه د چین د مشرتابه ټینګ هوډ څرګندوي، او چین غواړي دغه مسله تعقیب کړي او ورته اوږد مهال مهال وېش ولري، چې هدف یې تر 2035 پورې د لوړ معیار لرونکي سوسیالیستي بازار اقتصاد دی.”

په برېټانيا کې د ۴۸ ګروپي کلب مشر جک پيري له چين سره ژورې اړيکې لري، د هغه نیکه چې (جیک پیري) نومېده، د چین او برېټانیا د اړیکو د “آیس بریکر” په نوم پېژندل کیږي، نوموړی په 1953 کې د لندن د صادراتو کارپوریشن رییس او د برېټانوي سوداګرو یوې ډلې مشري وکړه ترڅو د چین د نوي تاسیس شوي ولسي جمهوریت د لویدیځې نړۍ بندیزونه مات کړي، د زياتو خنډونو په لرې کولو سره يې له چين سره د سوداګرۍ تبادله پيل کړه، هغه راتلونکی کال لپاره د 48 برتانوي شرکتونو چې له چین سره د سوداګرۍ په هڅه کې دي د “چین سره د برتانوي سوداګرو 48 ګروپ” تاسیس کړ چې یاد ګروپ بیا په 1991 کې د “48 ګروپ کلب” په نوم ونومول شو. پیري په دې برخه کې ژور لاړ، پیري څه وخت وروسته د چین په اړه زیات پوه شو نوموړی وایي؛” چین چې کله يو پلان جوړوي، هغه په کلک هوډ سره يې پرمخ وړي او پايلې يې تر لاسه کوي، د هغه په ​​اند، چین د ۳۰ کلونو لپاره پراح لید او پلان لري”.

د يو سوداګريز استازي په توګه، هغه د چين له تصديو سره د همکارۍ ستر امکانات ګوري. په تیرو وختونو کې د لویدیځ غرور د دې لامل شو چې ډیری فرصتونه له لاسه ورکړي. په هر صورت چین اوس په ډیرو برخو کې لکه د زیربنا او بایو فارماسیوټیکل په برخه کې مخکښ دی او  دغه راز یې د د نړۍ لوېدیځو هېوادونو په پرمختګ کې مرسته کړې ده، له همدې امله هغه له لوېديځو شرکتونو څخه وغوښتل چې د چين اصلاحاتو او نوښتونو ته زياته پاملرنه وکړي، ځګه چې دغه چاره دوه اړخيزه ګټه ولري.

په حقيقت کې د نړۍ د جنوبي هېوادونو لپاره د چين د اصلاحاتو پايله يوازې په چين پورې محدوده نه ده، بلکې د ټولو لپاره ده، د افريقا د چين د بياکتنې بنسټ ايښودونکي جيرالډ مباندا وايي؛ د چين په خپلو مټو پرمختګ کړی دی نه د اشغال او لوټلو له لارې. نوموړی د کوېډ 19 وبا پر وړاندې د چین مبارزه مثال ورکوي، دده په خبره چین لومړی هېواد و چې د کوېډ ۱۹ وبا لپاره یې واکسین جوړ کړل. هغه زیاتوي: “زه ګورم چې چين د ټولو انساني ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د لوړې کچې او ښه کیفت سره د پرمختګ په لټه کې دی”.

څومره چې په نړۍ کې د چین نفوذ زیاتیږي دومره د نړيوالې ټولنې له خوا د چين ناسم انځور وړاندې کیږي، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نړيوال چاپيريال هم له سترو بدلونونو سره مخ شوی او د چين پر اقتصاد یې مثبت اغېز کړی او کچه یې لوړه شوې ده، يو شمېر هېوادونو د چين د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه ناسم پوهاوی او تعصب کوي  او حتی په قصدي توګه يې بدناموي.

د امریکا د چین د ستراتیژۍ په اړه، د چین او نړیوال کولو د مرکز (CCG) مرستیال ویکتور ګاو په دې باور دی چې متحده ایالات په “ټونیا هارډینګ سنډروم” اخته دی، داسې برېښي چې متحده ایالات د چین په اړه په خپله ستراتیژۍ کې “هرډول اړین وسیله” تګلاره کاروي، خو دا د متحده ایالاتو لپاره ناممکن دی چې چین په نړیواله سیالۍ کې له منځه یوسي، چین لوی قدرت دی او تل به د پرمختګ په حال کې وي، چین سولې او ثبات ته ژمن دی، چین  د نړۍ له ټولو هېوادو سره په ګډه کار کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

سمنګان کې ۷ پراختیایي پروژې بشپړې شوې دي
وروستی خبرونه

سمنګان کې ۷ پراختیایي پروژې بشپړې شوې دي

مې 14, 2026
د اوکراین ډرون برید؛ د روسیې د تیلو تصفیې خونې فعالیت درولی
وروستی خبرونه

د اوکراین ډرون برید؛ د روسیې د تیلو تصفیې خونې فعالیت درولی

مې 14, 2026
عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی
وروستی خبرونه

عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

مې 14, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved