پاکستاني طالبانو د خپلو څو مشرانو د وژلو پړه پر پاکستاني استخباراتو اچولې ده. د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستاني استخبارات د دوی د مشرانو په وژلو کې لاس لري او تر څنګ یې د غچ اخیستلو خبر هم ورکړی دی.
له دې سره جوخت په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو ځانمرګی برید هم شوی دی. سرچینې وایي چې په دې پېښه کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي. ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې بریدګر چاودېدونکي توکي په یوه ریکشا کې ځای پر ځای کړي وو او د پاکستاني عسکرو له کاروان سره یې جنګولې ده. په پېښه کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي.