پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته اړتیا لري. نوموړي د امریکا له عامه راډیو سره په یوه مرکه کې د افغانستان د وضعیت او د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر امریکا د ملکي وګړو د وژلو او بمبار له امله نیوکه کړې ده او وایي امریکایانو دومره ملکیان ووژل چې نور نو پر ملکیانو برید په هېڅ صورت تېروتنه نه شو بللی. دده په خبره پر ملکي وګړو قصدا بریدونه کېدل او امریکا ځينې داسې ګروپونه روزلي وو چې دوی تر امریکايي عسکرو هم د افغانانو پر وړاندې ظالمانه چلند کاوه.
هغه د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده او وایي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی، خو د خلکو اقتصاد کمزوری دی، بېکاري ډېره شوې ده، له هېواده د خلکو وتل ادامه لري چې دا هر څه د افغان ټولنې لپاره ناورین دی. نوموړي ویلي افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، یو نماینده حکومت جوړ کړي او د افغانانو هیلې پوره کړي.