د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاریانو ته یې د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷مې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه تر پډولې سړک او چهلستون پورې د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل کړې دي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دغه سړک چې ۱۳۴۸ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، په دوه لیکو کې به د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون په روان کال کې په معیاري توګه جوړ شي.