په ننګرهار کې وروستي توپاني ورښت حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ زیانونه اړولي دي. د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، د دغه توپان له امله سلګونه کورونه، پر زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ولاړ فصلونه، د برېښنا لسګونه ستنې او لسګونه بڼونه ویجاړ شوي دي. د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي وروستیو توپاني بادونو او بارانونو یې استوګنیز کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه په بشپړ ډول له منځه وړي او دوی بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. ددغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي وايي بارانونو او توپاني بادونو د ګڼ شمېر نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ د برېښنا لسګونه ستنې غورځولي چې لا هم په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزې نه دي حل شوي. ولایتي چارواکي وايي، په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې وروستیو ویجاړونکو توپاني بادونو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٢ تنه مړه او شااوخوا ٣٥٠ نور ټپیان شوي دي.