روسیې د اوکراین پر ختیځو سیمو تازه بریدونه پيل کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې روسیې په تازه اقدام کې د اوکراین په دونتسک او نورو شمالي ښارونو کې تازه او خونړي بریدونه پيل کړي دي او هڅه کوي تر برید لاندې سیمې د نورو پرمختګونو لپاره ونیسي. دغه ښارونو دمګړی شپېته سلنه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې دي خو اوکراینیان پر دوی خال خال بریدونه کوي. بلخوا له اوکراین د غلو دانو صادرات لا هم ادامه لري او رسنۍ وايي چې په ۱۶۲ زره ټنه غلو دانو بار پنځه بېړۍ به ددغه هېواد له بندرونو د ترکیې په لور حرکت وکړي. روسیه وايي د غلو دانو پر صادراتو به بریدونه نه کوي.