د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، چې د روان هجري شمسي کال له پيل راهیسې يې کوچني او لوی کانونه په قرارداد ورکړي دي. د دوی په وینا د دې تړونونو حجم شاوخوا یو میلیارد افغانیو ته رسېږي. د کانونو وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې تر دې دمه د کانونو ټول تړونونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې هېواد کې د کانونو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او په دې برخه کې د پانګوالو د پانګونې لېوالتیا هم شته چې راشي او پانګونه وکړي.