پاکستانیو پولیسو دا ځل د دغه هېواد په سیند ایالت کې لسګونه افغانان نیولي او بندیان کړي دي. د سیند ایالت پولیسو په ملیر سیمه کې دغه افغانان د غیر قانوني کډوالۍ په تور نیولي او زندان ته یې اچولي دي. په نيول شويو کسانو کې اکثريت کوچني ماشومان او ښځې دي، چې په پېښور او کوهاټ کې خپلو کورونو ته روان وو او ځينو ته بيا په افغانستان کې توصیه شوې چې په پاکستان کې درملنه وکړي. د بنديانو د را خوشې کولو لپاره د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او مدني فعالانو خپلې هلې ځلې پیل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ مخکې هم پاکستانیو پولیسو په بلوچستان ایالت کې د یوې ناوې په ګډون شاوخوا ۲۴۵ افغانان نیولي وو، چې وروسته یې بیا خوشې کړل. دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې له کراچۍ څخه د سړک له لارې په بسونو کې پېښور ته روان وو.