د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې ادارې (ایف اې او) ویلي، چې روان ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې لږترلږه ۹ میلیونو کسانو د غنمو د هغو تخمونو پر مټ د ځان لپاره خواړه برابر کړي چې دې ادارې ویشلې دي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۲۷ سلنه خلک بیا هم د خوراکي توکو له بحران یا بېړني حالت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په خبره، د خوړو په برخه کې افغانستان مرستې ته اړتیا لري او کرنه کولای شي چې د خوړو له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته وده ورکړي. د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې ادارې ویلي، چې د غنمو تخمونو یې له دې کارسره مرسته کړې ده.